Skip to content


د خدای د کلام زده کړه

تل تر تله د ژوند څخه خوند اخله!‏

د خدای د کلام د وړیا زده کړې له لارې به دغو او نورو پوښتنو ته ځواب ومومئ:‏

  • څنګه د ژوند خوشبختي تر لاسه کړم؟‏

  • ایا یوه ورځ به کړېدل او بدي ختم شي؟‏

  • ایا یوه ورځ به مړه شوي ګران خلک بیا ووینم؟‏

  • ایا خدای په رښتیا زما سره پاملرنه کوي؟‏

  • څنګه دُعا وکړم،‏ چې خدای یې ومني؟‏

وړیا ده

د خدای د کلام بشپړه زده کړه،‏ د زده کولو لپاره خپرونه «تل تر تله د ژوند څخه خوند اخله!‏» او د خدای کلام هم،‏ که چېرې یې نه لرئ،‏ وړیا دي.‏

اسانه ده

د ښوونکي سره شخصي یا انټرنېټي زده کولای شئ:‏ کله او چېرته چې غواړئ.‏

ستاسو په خوښه ده

هر وخت کولای شئ چې خپله زده کړه ودروئ او هېڅ شي ته مو نه مجبوروي.‏

د خدای د کلام زده کړه څنګه تر سره کېږي؟‏

یو ښوونکی به ستاسو سره مرسته وکړي چې د هرې یوې موضوع په باره کې د خدای د کلام څخه زده کوئ.‏ د خدای د کلام په زده کړه کې،‏ د «تل تر تله د ژوند څخه خوند اخله!‏» د خپرونې په وسیله،‏ به ووینئ چې د خدای کلام څه رازده کوي او څنګه ستاسو سره مرسته کولای شي.‏ چې د دې په باره کې نور زده کړئ،‏ دا ویډیو وګورئ یا د زده کړې په باره کې په مکرر ډول پوښتنې ولولئ.‏

غوارئ چې دا خپرونه وپېژنئ؟‏

د خدای د کلام د پېژندلو لوستونه وګورئ.‏

غوارئ چې هڅه یې کړئ؟‏

دلته ټینګ کړئ چې د زده کړې د پیل وخت خوښ کړئ.‏